Banner

په پکتيا کې د نښتر کلنۍ دوديزې مشاعرې انځورونه

21.03.2008 18:30

تکړه شاعر مطيع الله تراب په نښتر مشاعره کې د يو ه په زړه پورې انقلابي شعر د اورولو پر مهال.

اسرار کريمزي ته د استاد آصف صميم په لاس د سرو زرو مډال ورکولی شي.

د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر محمديار : چې پښتو ژبې ته د ډېر خدمت په اساس يې مډال تر لاسه کړ.

 

خوږ ژبی شاعر احسان الله درمل چې د ښکلې شاعري او ليکوالي په وياړ يې مډال تر لاسه کړ، نه پوهېږو ولې خفه ولاړ دی!

دپکتيا نوی والي جمع خان  همدرد د مشاعرې ګډونوالو ته خبرې کوي

ښاغلی زرين انځور د خبرو کولو پر مهال

 له ښي لوري: زاهد، اندېښمن ځاځی، ډاکتر خوشال روهي،اصف صميم،  زرين انځور، علم ګل سحر او حميدالله محمدشاه.

 

 اېمل مرجان پښتو د انټرنېټ او کمپيوتر د ژبې د ګرځولو په وياړ مډال تر لاسه کړ

 حنيف حيران د شعر ويلو پر مهال